slider-img
slider-img
slider-img
وروستي خبرونه
image

د افغانستان اسلامي امارت د عدلیې وزارت اعلان کړی چې د مشاعرو د تنظیم قانون د امیرالمؤمنین حفظه الله له توشیح وروسته د رسمي جریدې په ۱۴۶۹مه ګڼه کې خپور شوی دی.

د یاد وزارت د خبرپاڼې له مخې، دغه قانون تمهید، مقدمه، درې بابونه، دوه فصلونه او ټولټال ۱۳ مادې لري. په یادو موادو کې د مشاعرو د غونډو څرنګوالی، د شاعرانو د اشعارو منځپانګه او د ارزونې د هیئت دندې ټاکل شوې دي. د قانون د تطبیق مرجع د اطلاعاتو او کلتور وزارت بلل شوی دی.

د قانون پر بنسټ، شاعرانو ته سپارښتنه شوې چې د مشاعرې د ناستې پر مهال اسلامي ارزښتونو ته درناوی وکړي، د قومونو، ژبو او مسلمانانو له سپکاوي او تفرقې ډډه وکړي او د غیر اسلامي دودونو، ناروا اړیکو او همدارنګه د امیرالمؤمنین له پرېکړو او فرامینو د نقد کولو څخه ځان وساتي.

په موادو کې راغلي چې د شاعرانو اشعار باید د اسلامي اخلاقو، د عقیدې ټینګښت، د امت یووالي او د ټولنې اصلاح پیغام ولري او له بې‌ځایه احساساتو او ناروا غوښتنو پاک وي.

دغه راز د اطلاعاتو او کلتور وزارت او د هغه ولایتي ادارې مکلفې دي چې مشاعرې ثبت کړي او د ارزونې له فلټر وروسته یې د ځانګړي آدرس له لارې خپرې کړي. د ارزونې کمېټه به د اطلاعاتو او کلتور وزارت د استازي په مشرۍ د امر بالمعروف او نهی عن المنکر وزارت، د شکایتونو اورېدلو وزارت او د علماوو د شورا له استازو جوړه شي.

هیئت دنده لري چې د مشاعرې له کېدو مخکې او وروسته یې وڅېړي، مثبت او منفي ټکي مشخص کړي او منفي برخې حذف او پر ځای یې مثبتې بدیلې ونښلوي.

قانون همدارنګه وړاندیز کوي چې هغه شاعران او ترانه ویونکي چې د ټولنې اصلاح په برخه کې رغنده ونډه ولري، د اطلاعاتو او کلتور وزارت له خوا وستایل شي، او سرغړوونکي د شریعت له حکمونو سره سم مجازات شي.

عدلیې وزارت ویلي، د رسمي جریدې دا ګڼه د وزارت له اړوند ریاست څخه په چاپي بڼه او یا هم د دې وزارت د وېبپاڼې د قوانینو له ډیټابېس څخه په برېښنایي ډول ترلاسه کېدای شي.