slider-img
slider-img
slider-img
وروستي خبرونه
image

د افغانستان کرکټ بورډ اعلان کړی چې د ۲۰۲۶ کال د نولس کلنو لوبغاړو د نړیوال جام رسمي مهالوېش خپور شوی دی. د تازه اعلان له مخې، د افغانستان د نولس کلنو ملي لوبډله به خپله لومړۍ سیالۍ د ۲۰۲۶ کال د جنوري په ۱۶مه د کوربه هېواد، سویلي افریقا د کم‌عمره لوبډلې پر وړاندې ترسره کړي.

د کرکټ بورډ د معلوماتو له مخې، افغانستان د دغو سیالیو په څلورم ګروپ کې ځای پر ځای شوی او په ګروپ کې یې سیال ټیمونه سویلي افریقا، ویسټ انډیز او تانزانیا دي.

افغان لوبډله به خپله دویمه لوبه د جنوري په ۱۸مه د ویسټ انډیز پر وړاندې ولوبوي، او وروستۍ ګروپي سیالۍ به د همدې میاشتې په ۲۱مه د تانزانیا خلاف ترسره کړي.

د نړیوال جام د نوي مهالوېش له مخې، د ګروپي پړاو له بشپړېدو وروسته به شپږ غوره لوبډلې د سیالیو دوهم پړاو ته لار ومومي. ټاکل شوې چې نیمه پایلوبې د فیبروري په درېیمه او څلورمه ترسره شي او د اتلولۍ پایلوبه د فیبروري په ۶مه نېټه پلان شوې ده.