تېرې درې اونۍ؛ کندهار کې د نشهيي توکو پر ضد ۲۱۵ عملیات شوي.
کندهار امنیه قوماندانۍ د نشهيي توکو پر ضد د مبارزې مدیریت وايي، چې تېرو درېیو اونیو کې یې د نشهيي توکو پر وړاندې ۲۱۵ عملیات کړي دي.
پولیس راډیو ته د رالېږلې خبرپاڼې له مخې، په دغو عملیاتو کې ۳۳ تنه شکمن کسان نیول شوي او له هغوی سره ۱۳.۵۵ کیلوګرامه ښیښه، ۳.۸۸۷ کیلوګرامه ټابلیټ "کا"، ۴۱.۳۷ کیلوګرامه ټابلیټ "زیکب"، ۱۱۹۱ کیلوګرامه اومان، ۷۱۳ کیلوګرامه تریاک، ۶۱۳ کیلوګرامه چرس، ۲۰.۸۸ کیلوګرامه کاستیک سوډا، یو موټر، یو موټرسایکل او ۲۳ د موبایل هم ضبط شوي دي.
ورته مهال، ۴۲۳ تنه د نشهيي توکو روږدي کسان راټول او اړوندو روغتیايي ادارو ته سپارل شوي دي. همدارنګه ۲۴۴ تنه چې له درملنې وروسته یې روغتیا بېرته ښه شوې وه، د شرعي محکمې په حکم خپلو کورنیو ته تسلیم شوي دي. د نشهيي توکو د معتادینو په کمپ کې دا مهال ۲۰۰۰ کسان تر درملنې لاندې دي.
د نشهيي توکو پر ضد د مبارزې مدیریت زیاته کړې، چې د عملیاتو پر مهال د امنیتي ځواکونو له لوري ۳۲ تنه سوالګر هم راټول او اړوندو ادارو ته د نورو اجراتو لپاره سپارل شوي دي.
مسؤلین وايي، په کندهار ښار او ځینو ولسوالیو کې د امنیتي ځواکونو له لوري ۵۱.۵ جریبه ځمکه د بنګو او کوکنارو له کره پاکه شوې ده.