د روغتیا نړیوال سازمان(who): افغانستان ته مو تازه د ۶.۳ میلیونه ډالرو مرسته ترلاسه کړې.
د افغانستان لپاره د روغتیا نړیوال سازمان (WHO) اعلان کړی چې افغانستان ته د روغتیايي خدمتونو پیاوړتیا په موخه یې له نړیوالو مرستندویو سرچینو له ۶.۳ میلیونه ډالرو زیات تمویل ترلاسه کړی دی.
د یاد سازمان د معلوماتو له مخې، دا مالي مرسته د ملګرو ملتونو د مرکزي بېړني غبرګون صندوق (CERF) او د افغانستان د بشردوستانه مرستو صندوق (AHF) له خوا ورکړل شوې ده.
د دې بودجې له مجموعې شاوخوا ۴.۹۸ میلیونه ډالر د CERF له لوري ځانګړي شوي چې پرې به ۴۲ لومړني روغتیايي مرکزونه فعال شي، ۱۵ د څارنې ډلې وګومارل شي او په ۱۳ ولایتونو کې له ۲۴۹ ډېرې بنسټیزې روغتیايي بستې ووېشل شي.
همداراز د AHF له تمویل څخه ۱.۳۹ میلیونه ډالر د شپږو فرعي روغتیايي مرکزونو د ملاتړ، د لسو څارنیزو ډلو د ګمارنې او د شدیدې خوارځواکۍ د درملنې لپاره د ۱۳ ځانګړو مرکزونو پر پرمخ بیولو لګول کېږي.
په افغانستان کې د روغتیا نړیوال سازمان استازي ډاکټر ادوین سنیزا سلوادور ویلي چې دغه مالي سرچینې به د مخنیوي وړ مړینو په کموالي، د ناروغیو د خپرېدو د مهارولو وړتیاوو په لوړولو او د زیانمنو ټولنو په ځانګړي ډول ښځو او ماشومانو ته د اساسي روغتیايي خدمتونو په برابرولو کې مهم رول ولوبوي.
د روغتیا نړیوال سازمان زیاتوي چې له دې پروژې سره به نږدې ۷۴۷ زره وګړي په مستقیم ډول او شاوخوا ۲.۴ میلیونه نور کسان د ناروغیو د خپرېدو د کنټرول له لارې په غیر مستقیم ډول ګټه واخلي.