slider-img
slider-img
slider-img
وروستي خبرونه
image

د بهرنیو چارو وزیر مولوي امیر خان متقي په کابل کې د متحده عربي اماراتو له نوي سفیر سيف محمد الکتبي سره ولیدل، چې په دې لیدنه کې سفیر خپل د باورلیک نقل افغان لوري ته وسپاره.

مولوي متقي د سفیر الکتبي د ګمارنې هرکلی وکړ او په نوي ماموریت کې یې د بریا هیله څرګنده کړه. هغه وویل چې افغانستان او متحده عربي امارات باید د همکارۍ موجود فرصتونه په اغېزمن ډول وکاروي او اړیکې نوره هم پیاوړې کړي.

د بهرنیو چارو وزیر د دواړو هېوادونو ترمنځ د سوداګرۍ پراختیا، اقتصادي همکارۍ او افغان تبعه‌وو ته د اماراتو د ویزو اسانتیاوې د دوه اړخیزو اړیکو مهم اړخونه وبلل.

په مقابل کې، د اماراتو نوی سفیر ژمنه وکړه چې د سوداګرۍ او ټرانزیټ د پراختیا لپاره به پر نوو ګډو پروژو کار کوي او د افغان سوداګرو لپاره به د ویزو د ترلاسه کولو په بهیر کې لا زیاتې اسانتیاوې رامنځته کړي.