پوهنې وزارت؛ په یوویشتو ولایتونو کې سږ کال ۱۷۹ ښوونځيو ته نوې ودانۍ جوړې شوې دي.
د هېواد د پوهنې وزارت چارواکي وايي چې سږ کال په ټول هېواد کې د ښوونیزو تاسیساتو د پراختیا بهیر ګړندی شوی او یوازې په ۲۱ ولایتونو کې د ۱۷۹ ښوونځیو د نوو ودانیو جوړولو کار بشپړ شوی دی. د وزارت د معلوماتو پر اساس، یادې ودانۍ په ټولیز ډول د شاوخوا ۲ میلیارد او ۱۷۷ زره افغانیو په مالي لګښت رغول شوې دي. همداراز د شپږو دیني مدرسو لپاره تازه ودانۍ هم چمتو او کارېدنې ته سپارل شوې دي.
د پوهنې وزارت ویاند، منصور احمد حمزه، څرګنده کړې چې له تېرو څلورو کلونو راهیسې د رغول شویو ښوونیزو تاسیساتو شمېر اوس ۱۳۱۵ ته پورته شوی دی. نوموړی زیاتوي چې وزارت هڅه کوي د زدهکوونکو لپاره یو خوندي، معیاري او د زدهکړې لپاره مناسب چاپېریال رامنځته کړي.
د پوهنې سکتور په هېواد کې د یونیسف په ګډون د بېلابېلو نړیوالو مرستندویه بنسټونو په مرسته، او ځینې پروژې د وزارت په مستقیم لګښت پلي کېږي.
یوه اونۍ وړاندې هم په هلمند کې د څو ښوونځیو د ودانیو د رغونې چارې ختمې او ګټېاخیستنې ته وسپارل شوې وې.
په عین وخت کې د لرو پرتو سیمو اوسېدونکي د دې ډول پروګرامونو له عملي کېدو هرکلی کوي او غوښتنه لري چې د ښوونیزو خدمتونو د پراختیا دغه لړۍ باید دوام ومومي.


