پوليسو په هرات کې یو تن د قتل په تور نيولی
د هرات ولايت د پوليسو وياند غلام نبي نبي زاده وايي: د ادرسکن ولسوالۍ پوليسو یو تن هغه مهال نيولی چې څو ورځې وړاندې يې د همدې ولسوالۍ يو تن اوسيدونکى لومړی وژلى او بيا يې له سيمې څخه تېښته کړې وه، چې د امنيتي ځواکونو د کشفي راپورونو پر اساس پيدا او ونيول شو.