slider-img
slider-img
slider-img
وروستي خبرونه
image

د خوست امنیه قومندانۍ بیدارو ځواکونو او عملیاتي کنډک د مرکز ماڼۍ ساحه کې د مرګوني سیلاب چپو کې د بند کسانو ژغورنې لپاره چټکه رسیدګي کړې او ایسار کسان یې ژغورلي.

د ژغورنې یادو عملیاتو کې د خوست امنیه قومندان الحاج ملا عبدالله حماد  هم ګډون درلود او په نتیجه کې یې ښځې ، ماشومان او ګڼ شمېر کورني توکي ژغورل شوي.

د ویلو ده چې امنیتي ځواکونه د خوست په هره سیمه کې د ولسونو د ژغورنې او خوندیتوب لپاره بشپړ تیاری لري او په ټولو ستونزمنو شیبو کې د خپلو ولسونو تر څنګ ولاړ دي.