مولوي عبدالله مختار د خوست د نوي والي په توګه دنده پیل کړه.
کورنیو چارو وزارت په یوه خپره کړې خبرپاڼه کې ویلي چې مولوي عبدالله مختار د یو لړ مراسمو په پایله کې د خوست د نوي والي په توګه وپېژندل شو او رسماً يې دنده پیل کړه.
دغه مراسم د کورنيو چارو وزارت لومړي مرستيال مولوي محمد نبي عمري په مشرۍ ترسره شول، چې په کې د پخواني والي مولوي عبدالقیوم روحاني ترڅنګ، د ملکي او نظامي ادارو مسوولینو، علماوو، قومي مشرانو او ګڼ شمېر ځوانانو ګډون کړی و.
مولوي محبوب شاه قانت، د خوست مرستيال والي، د نوي والي هرکلی وکړ او ویې ویل چې د چارواکو بدلون د نظام د دوام او پرمختګ یو طبيعي بهیر دی. ده زیاته کړه؛ د اسلامي نظام اساس اطاعت دی، او همدا اصل د نظام ثبات تضمینوي.
پخواني والي مولوي عبدالقیوم روحاني د خوست له ولسونو مننه وکړه او ویې ویل چې د خلکو ملاتړ د اسلامي نظام لپاره یو مهم قوت دی. هغه ټینګار وکړ چې د خوست د خلکو وفاداري او همکاري به هېڅکله هېره نه کړي.
د کورنيو چارو وزارت لومړي مرستيال مولوي محمد نبي عمري په خپلو خبرو کې وویل، اسلامي امارت د عدالت، نرم چلند او عمومي عفوې پلي کولو ته ژمن دی. ده له پخوانیو مخالفینو وغوښتل چې له مخالفت څخه لاس واخلي او د خپل هېواد د ثبات او ابادۍ برخه شي.
د خوست نوی والي مولوي عبدالله مختار په خپلو څرګندونو کې وویل چې د خوست له ولس سره نږدې پېژندګلوي لري او د هغوی د مېړانې او وطنپالنې شاهد دی. ده ټینګار وکړ چې د خوست د پرمختګ، اقتصادي ودې او د خلکو د ژوند د ښه والي لپاره به په ګډه کار وکړي.


