slider-img
slider-img
slider-img
slider-img
slider-img
وروستي خبرونه
image

د سرپل ولایت امنیتي ځواکونو پولیس راډیو ته په یوه لنډه خبر پاڼه کې همدا نن ( ۲۲ ثور ۱۴۰۴ هـ ش  دوشنبه) ویلي چې د سرپل امنیه قوماندانۍ د جنايي جرمونو سره د مبارزې  امنیتي پولیسو د ياد ولایت په مرکز او ولسواليو کې شپږ تنه د بېلابېلو جرمونو په تړاو نيولي دي.

د يادو کسانو له شمېره (۲) تنه د غلا، (۱) تن له الکولي مشروباتو سره او (۳) تنه د وهلو ډبولو په تړاو نیول سوي دي چې د پولیسو له لومړنیو څېړنو وروسته به اړونده ارګانونو ته ور وپېژندل سي.