slider-img
slider-img
slider-img
وروستي خبرونه
image

د پاکستان د بهرنيو چارو وزارت ویاند ویلي، چې هند د ډونالډ ټرمپ د څرګندونو په اړه د پاکستان د اټومي فعالیتونو تصویر تحریف کړی او د پاکستان د اټومي پروګرام په اړه ناسم انځور وړاندې کوي.

د پاکستان د بهرنيو چارو وزارت د جمعې په ورځ (د لړم ۱۶مه) په یوې خبرپاڼه کې ویلي، چې پاکستان د خپلو وروستیو اټومي ازمېښتونو په اړه شفاف دریځ لري او وروستي ازمېښتونه یې په ۱۹۹۸ کال کې ترسره شوي دي. وزارت زیاتوي، پاکستان د ملګرو ملتونو د عمومي اسمبلۍ د پرېکړو ملاتړ کوي، چې د اټومي ازمېښتونو د بشپړ بندیز ټینګار کوي.

همدارنګه د وزارت په خبرپاڼه کې ویل شوي، چې پاکستاني اټومي پروګرام د پیاوړي قوماندې تر سیوري لاندې ساتل شوی، د اغېزناکه کنټرول سیستم لري او نړیوالو اټومي اصولو ته ژمن دی. د وزارت په وینا، د پټو او ناقانونه اټومي فعالیتونو په اړه تورونه بې‌بنسټه دي او د هند د تبلیغاتي کمپاین برخه ده.

د هند د بهرنیو چارو وزارت ویاند رندیر جیسوال په همدې تړاو ویلي، چې د امریکا ولسمشر ټرمپ د څرګندونو له مخې هڅه شوې چې د پاکستان په اړه د اټومي ازمېښتونو معلومات نړیوالو ته ورسوي. هغه ادعا کړې، چې پاکستان له اوږدې مودې راهیسې د اټومي وسلو په برخه کې پټې او ناقانونه کړنې ترسره کړې، چې د اې‌کيو خان د شبکې فعالیتونه هم پکې شامل دي.

جیسوال د پاکستان د اټومي فعالیتونو په اړه اندېښنې څرګندې کړې او ویلي یې دي چې هند تل د پاکستان د کړنو د نړیوالو پام وړ کولو هڅه کړې ده.

د پاکستان وزارت د بهرنیو چارو ویاند ویلي، د هند د اټومي فعالیتونو امنیت د اندېښنې وړ دی، ځکه چې په تېرو څو لسیزو کې د اټومي موادو د غلا او ناقانونه سوداګرۍ ګڼې پېښې ثبت شوې، چې د هند د اټومي تاسیساتو د خونديتوب جدي کمزوریو ته اشاره کوي.

دا څرګندونې په داسې حال کې کېږي چې د منځني ختیځ او جنوبي آسیا په سیمه کې د اټومي وسلو د کنټرول او شفافیت موضوعات د نړیوالو امنیتي اندېښنو په مرکز کې پاتې دي، او د دواړو هېوادونو ترمنځ د اټومي شخړو د ډیپلوماتیکو تنشونو د دوام امکان موجود دی.