پکتیکا کې د تېرې شپې هوايي بریدونو کې ملکیانو ته مالي او ځاني زیانونه اوښتي دي.
ځايي سرچینې وایي، د جمعې په شپه (د تلې ۲۵مه) د پاکستاني هوايي ځواکونو بریدونو د پکتیکا ولایت د ارګون او برمل په ولسوالیو کې د ملکي وګړو کورونه په نښه کړي دي.
د سرچینو د معلوماتو له مخې، په دغو بریدونو کې لږ تر لږه ۱۰ تنه وژل شوي او ۷ نور ټپیان دي. د وژل شویو کسانو په منځ کې دوه ماشومان، او د ټپیانو په منځ کې شپږ مېرمنې شاملې دي.
سرچینې زیاتوي، په ارګون ولسوالۍ کې دغه بمبار د خاندار کلي د یو تن اوسېدونکي، چې «غازي» نومېږي، پر کور ترسره شوی دی.
دغه هوايي بریدونه په داسې مهال شوي چې د افغانستان او پاکستان ترمنځ د اوربند د دوام خبرې روانې وې. د ځینو طالب چارواکو په وینا، اوربند د پاکستان له لوري نقض شوی او د ډیورند کرښې په اوږدو کې د ملکي اهدافو پر ضد هوايي عملیات ترسره شوي دي.
د اسلامي امارت چارواکو تر اوسه په رسمي ډول د دې پېښې په اړه غبرګون نهدی څرګند کړی، خو د بشري حقونو فعالان وايي، د ملکي وګړو پر کورونو بریدونه د نړیوالو بشري قوانینو ښکاره سرغړونه ده او باید ژر تر ژره یې څېړنه وشي.


