slider-img
slider-img
slider-img
وروستي خبرونه
image

بدخشان کې ځايي سرچینې وايي، چې د شوروي ځواکونو پر ضد د جګړې د یوه مجاهد مړی له ۳۸ کلونو تېرېدو وروسته د غرونو د یخ د ویلې کېدو له امله موندل شوی دی.

سرچینې زیاتوي، چې د دغه مجاهد نوم جمعه خان و او نوموړی شاوخوا ۳۸ کاله وړاندې د کوف او نسي ولسوالیو ترمنځ د «دربند داغز» په سیمه کې د شوروي ځواکونو پر ضد جګړه کې ورک شوی و.

د ځایي اوسېدونکو په وینا، د جمعه خان مړی د روانې وږي میاشتې په ۱۵مه نېټه په داسې حال کې وموندل شو چې د غرونو یخونه ویلې شوي وو. د هغه جسد روغ پاتې و او د پېژندلو وړتیا یې درلوده.

د نوموړي مړی وروسته د خپلوانو او سیمه‌ییزو اوسېدونکو لخوا وپېژندل شو او خاورو ته وسپارل شو.

یاده دې وي چې شوروي پوځ د ۱۳۵۸ د مرغومي په شپږمه نېټه افغانستان ته ننوت او تر ۹ کلنې جګړې وروسته د ۱۹۸۹ کال د فبرورۍ په ۱۵مه نېټه له افغانستانه وتښتېد.