د عدلیې وزارت چارسمبال وزير د افغانستان او ترکیې ترمنځ د اړيکو پر پياوړتيا ټينګار کړی
د عدلیې وزارت مطبوعاتي دفتر پولیس راډيو ته په رالېږل شوې خبرپاڼه کې ويلي؛چې د ياد وزارت چارسمبال وزير شیخ عبدالحکیم شرعي په افغانستان کې د ترکیې له سفیر جنګ اونال سره کتنه کې له افغانستان سره په بېلابېلو برخو کې د ياد هېواد مرستې ستایلي او د دواړو هېوادونو ترمنځ یې د لا همکاریو او اړیکو پر لا پراختیا ټینګار کړی دی.
خبرپاڼې زياته کړې چې ښاغلي شرعي ویلي، اسلامي امارت د نړۍ له ټولو هېوادونو په ځانګړې توګه له اسلامي هېوادونو سره د اړیکو پراخولو ته پوره ژمن دی.
بل لور ته بيا د ترکېې سفير ویلي، د ترکیې ولسمشر په افغانستان کې پرمختګونه په دوامداره توګه څاري او سپارښتنه یې ورکړې، چې بايد له اسلامي امارت سره اړیکې لا زیاتې پياوړې شي.