slider-img
slider-img
slider-img
slider-img
slider-img
وروستي خبرونه
image

د پېښو پر وړاندې د چمتووالي ملي ادارې مسولین وايي، چې د تېر کال په اوږدو کې یې له بېلابېلو نړیوالو موسسو او بنسټونو سره د ۱۵۵ میلیونه ډالرو په ارزښت هوکړې کړې دي.

دوی زیاتوي، روان کال یې هم د بېلابېلو موسسو او بنسټونو سره د ګډو همکاریو هوکړې لاسلیک کړې، چې له مخې به یې زیانمنو او اړمنو ته په پوره روڼتیا مرستې ورسېږي.

د مسولینو په وینا، په وروستیو کې قزاقستان له دې ادارې سره د ۴۵ زره پارسله اوړو، ۵۵ زره پارسله وریجو او نورو توکو مرسته کړې ده.

د پېښو پر وړاندې د چمتووالي ملي ادارې تل هڅه کړې، چې د طبیعي پېښو، سېلابونو او وچکالیو له امله د زیانمنو هېوادوالو لاسنیوی وکړي او په دې برخه کې یې ګڼې هوکړې لاسلیک کړې دي.

د دې ادارې مسولین وايي، چې سیلابونو او چکالۍ په هېواد کې خلک له سخت حالت سره مخ کړي او په دې برخه کې لا ډېرو مرستو ته اړتیا ده..