عبدالستار سعادت: د پاکستان پر ضد شعار ورکوونکي اوس د هغه تر څنګ ولاړ دي.
د جمهوریت پر مهال د ولسمشر اشرف غني سلاکار عبدالستار سعادت ویلي، په وروستیو ورځو کې له پاکستان سره روان وضعیت د یو شمېر سیاسي څېرو دریځونه څرګند کړل.
سعادت په یوه تازه څرګندونه کې په خپل ایکس (پخوانی ټویټر) حساب لیکلي، هغه کسان چې یو وخت یې د پاکستان پر ضد شعارونه ورکول، اوس د همدې هېواد ملاتړ ته ولاړ دي، خو هغه کسان چې په پاکستاني توب تورن وو، په حقیقت کې د هماغه هېواد پر وړاندې یې جګړه وکړه.
نوموړي زیاته کړې، “ډېری وختونه عمل د خبرو پر ځای لوړ غږ لري”، او د ده په وینا، وروستۍ پېښې وښودله چې د ځینو سیاسي څېرو شعارونه له واقعي دریځ سره توپیر لري.
سیاسي شنونکي هم وايي، د پاکستان پر وړاندې د وروستیو نښتو په اړه د بېلابېلو افغان ډلو غبرګونونه ښيي چې لا هم د هېواد د پخواني سیاستونو تضاد او شخصي ګټې په ملي دریځ اغېز لري.


