slider-img
slider-img
slider-img
وروستي خبرونه
image

د پاسپورت عمومي رئیس مولوي عبدالکریم حسیب د پروان والي مفتي محمد ادریس انوري سره وکتل. دا لیدنه د یوې ځانګړې پلاوي په ملتیا وشوه.

په دې غونډه کې د کورنیو چارو وزارت او د پروان ولایت مقام، امنیه قومندانۍ او اړوندې څانګې کې د موجوده ستونزو ارزونه او د حل لارې چارې وڅېړل شوې.

پروان والي له عمومي رئیس او پلاوي سره د لیدنې په ترڅ کې ښه راغلاست ووایه او ډاډ یې ورکړ چې د ستونزو په حل کې به هر ډول همکاري وکړي.

مولوي عبدالکریم حسیب د کورنیو چارو وزارت په استازیتوب د همغږۍ پر پیاوړتیا ټینګار وکړ او یاد یې کړ چې د خلکو د ستونزو حل د اسلامي امارت یوه بنسټیزه موخه ده.

په پای کې دواړو لورو پر دې موافقه وکړه چې د اړوندو چارو د لا اغېزمنتیا او سمون لپاره به ګډې هڅې دوام وکړي.