د روسیې د بهرنیو چارو وزیر سرګي لاوروف د چین د بهرنیو چارو له وزیر وانګیي سره په بیجینګ کې لیدنه کړې ده.
د
رویټرز د راپور له مخې، په دې لیدنه کې دواړو لوریو له امریکا سره پر
اړیکو، د ایران د اټومي پروګرام او د اوکراین جګړې د پای ته رسولو پر
موضوعاتو خبرې کړې دي.
د روسیې د بهرنیو چارو وزارت ویلي: «په نړیوال ډګر کې، په ځانګړي ډول د ملګرو ملتونو او د هغې د امنیت شورا، د شانګهای د همکاریو سازمان، بریکس، جی-۲۰ او ایپیک په ګډون د دواړو هېوادونو د نږدې همغږۍ پر لا پیاوړتیا ټینګار شوی دی.»
همداراز، د چین د بهرنیو چارو وزارت ویلي: «دواړه هېوادونه نږدې اړیګې دوامداره ساتي، تر څو د یو بل پرمختګ ته وده ورکړي او ګډې هڅې وکړي، څو د یوې ګډوډې او بدلون موندونکې نړۍ له خوا رامنځته شویو ننګونو ته ځواب ووایي.»
د یادونې ده، چې د روسیې د بهرنیو چارو وزیر د شانګهای د همکاریو سازمان په غونډه کې د ګډون لپاره چین ته تللی دی.