slider-img
slider-img
slider-img
وروستي خبرونه
image

 د امریکا او وینزویلا ترمنځ د وروستیو ترینګلتیاوو له زیاتېدو وروسته، روسي رسنیو راپور ورکړی چې د امریکا یوه ستره بم‌غورځونکې الوتکه B-52 د وینزویلا فضايي حریم ته نږدې الوتلې ده.

د سرچینو په وینا، د دې ستراتېژیکې الوتکې ملتیا دوو F-18 جنګي الوتکو کړې او د شاوخوا یو ساعت لپاره یې د وینزویلا پلازمېنې کاراکاس ته نږدې الوتنه ترسره کړې ده.

رپورټونه زیاتوي چې د B-52 الوتکې دا فعالیتونه د وینزویلا په امنیتي چاپېریال کې نوې اندېښنې راولاړې کړې او د سیمې وضعیت تر هغې مخکې لا ډېر ترینګلی شوی دی.

دغه پوځي تحرکات په داسې حال کې کېږي چې څو ورځې مخکې د امریکا لخوا په پورټو ریکو کې د F-35 پرمختللو جنګي الوتکو د ځای‌پرځای کولو خبرونه هم خپاره شوي وو. تر دې مخکې د امریکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ د لسو ستراتېژیکو سټیلت الوتکو د لېږلو اعلان کړی و، چې هدف یې د وینزویلا د نشه‌يي توکو د کارټلونو پر ضد عملیات بلل شوي دي.

بل لور ته، د وینزویلا مشر په پرله‌پسې ډول خبرداری ورکړی چې د ټرمپ وروستي اقدامات کولای شي متحده ایالات یوې اوږدې او خطرناکې جګړې ته ور داخل کړي.