slider-img
slider-img
slider-img
وروستي خبرونه
image

د ننګرهار ولايت د پوليسو وياند سيد طيب حماد وايي؛د نشه یي توکو پر وړاندې د مبارزې مدیریت پوليسو د جلال آباد ښار له بېلابېلو سیمو او همدارنګه د اچین او کوز کونړ ولسوالیو څخه ۴۵ تنه په نشه یي توکو روږدي کسان راټول او د درملنې په موخه یې د کابل امید روغتون ته ولېږدول.

حماد وايي په دې ولايت کې به د روږدو ټولو لړۍ تر هغې روانه وي؛ترڅو چې د ننګرهار له مرکز او ولسوالیو څخه مو په بشپړ ډول د روږدو ځوانانو درملنه نه وي کړي.