د زاپوریژیا پر ښار د روسیې پراخ بریدونه؛ یو تن وژل شوی او ۱۸ نور ټپیان شوي.
روسیې د اوکراین په سوېل ختیځ کې پر زاپوریژیا ښار تازه هوایي او توغندیز بریدونه ترسره کړي دي. د اوکرایني چارواکو په وینا، په دغو بریدونو کې یو کس وژل شوی او ۱۸ تنه نور ټپیان شوي دي.
ځایي سرچینې وایي، بریدونو په ښار کې د استوګنیزو سیمو ترڅنګ د عامه تاسیساتو پراخې ویجاړۍ هم رامنځته کړې دي.
په ورته وخت کې، د اوکراین ولسمشر ولادیمیر زلنسکي ویلي چې د روسیې بریدونو ته یې په ځواب کې لسګونه بمونه د روسي اهدافو پر لور توغولي دي.
د زاپوریژیا پر ښار بریدونه په داسې حال کې کېږي چې د جګړې له پیل راهیسې دغه سیمه د دواړو لورو د پوځي عملیاتو یوه مهمه جبهه بلل کېږي.