په نوي کابل ښار کې افغان نړیوال اسلامي پوهنتون ته زر جریبه ځمکه ورکول کېږي
د کور او ښار جوړولو وزارت د سرپرست وزیر شیخ حمدالله نعماني په مشرۍ د یوې کمېټې په ناسته کې پرېکړه وشوه، چې د امیرالمؤمنین (ح.ا) د حکم له مخې، افغان نړیوال اسلامي پوهنتون ته د پراختیا لپاره زر (۱۰۰۰) جریبه ځمکه ورکړل شي
تمه ده چې په دې ځمکه کې د پوهنتون اړوند ودانۍ، لابراتوارونه، لیلیې، استادانو کورونه، کنفرانس خونې، شنې ساحې او نور اړین تاسیسات جوړ شي.