د کابل ښاروالۍ د معلوماتو له مخې، یاد پړانګ څه باندې یو نیم کال مخکې د بدخشان واخان ولسوالۍ د ورک کلي اوسېدونکو له لوري هغه مهال ونیول شو، چې پر کورنیو څارویو یې برید کړی و. سرچینې وايي، دغه ښځینه واورین پړانګ شاوخوا څلورنیم کلن عمر لري او د سپین ـ تور رنګ ځانګړې بڼه یې د خلکو پاملرنه ځان ته رااړولې ده.
په خبرپاڼه کې راغلي چې دې ژوي د اوږدې مودې بند پاتېکېدو له امله خپل فزیکي توان له لاسه ورکړی او اوس د متخصصینو تر څار لاندې خوندي چاپېریال ته اړتیا لري. د کابل ژوبڼ رییس وایي، دا پړانګ د آسیايي نسل دی؛ هغه نسل چې د ورکېدو له جدي ګواښ سره مخ دی. د ده په وینا، دغه ډول پړانګان د اوږد عمر، قوي فزیکي جوړښت او سړې هوا سره د لوړې مقابلې له مخې له نورو پړانګانو بیل خصوصیات لري او عموماً په لوړوالي سیمو او غرنیو چاپېریالونو کې ژوند کوي.
د ښاروالۍ د مشرتابه په لارښوونه، یو تخنیکي پلاوی بدخشان ته استول شوی و چې د سیمهییزو چارواکو او د چاپېریال ساتنې ملي ادارې په همغږۍ یې د واورین پړانګ د خوندي لېږد چارې ترسره کړې او دا ژوی په سلامت ډول کابل ژوبڼ ته رسېدلی دی.


