slider-img
slider-img
slider-img
وروستي خبرونه
image

د کور او ښار جوړولو وزارت د ښاري سرغړونو ریاست تخنیکي ټیم د فراه ښار د بېلابېلو ناحیو څخه څارنیزې لیدنې ترسره کړې.

د ښاري سرغړونو ریاست رئیس، مولوي عبدالمنان حقاني، وویل چې د لیدنو پر مهال د څو ودانیزو پروژو د کار بهیر وڅېړل شو. د نوموړي په وینا، ټولې پروژې د تایید شوو نقشو او تفصیلي پلانونو له مخې پر مخ روانې وې او هېڅ ډول سرغړونه پکې ونه موندل شوه.

مولوي حقاني زیاته کړه چې د ښاري سرغړونو ریاست دنده لري د ښارونو په پراختیا کې د قوانینو او پلانونو د پلي کېدو څارنه وکړي او له هغو جوړښتونو سره قانوني چلند وکړي چې د ښار جوړولو اصول او پلانونه تر پښو لاندې کوي.

د کور او ښار جوړولو وزارت په وینا، د ښاري سرغړونو مخنیوی نه یوازې د ښاري ښکلا او منظمې ودې سبب ګرځي، بلکې د ښارونو د اوسېدونکو ژوند ته مثبت اغېز لري او د ټولنې د هوساینې لپاره زمینه برابروي.