پیټ هېګزېټ؛ امریکا هیله لري، چې د ایران پر وړاندې پوځي اقدام ته اړتیا پېښه نشي.
د امریکا دفاع وزیر پيټ هېګزېټ په خپلو تازه څرګندونو کې وړمه ورځ فاکس نیوز ته ویلي، چې که له ایران سره خبرې بې پایلې وي بدیل ګامونه به واخلو. نوموړي له فاکس نیوز سره پ خبرو کې په سیمبولیکو الفاظو ویلي، چې د امریکا او ایران ترمنځ روانې خبرې بېپایلې شي امریکا ته نورې لارېچارې هم شته. هېګزیټ په خپلو خبرو کې ویلي، چې دی هیله لري، چې دوی پوځي اقدام ته اړ نه ویستل شي.
هېره دې نهوي، چې د ایران د اټومي فعالیتونو پر سر د امریکا او ایران خبرې په دې وروستیو کې تر نظامي اخطارونو او ترخو ډیالوګونو رسېدلې دي.