په ایران کې مېشت افغانان د جګړې له وېرې سره؛ دوی وايي“هره لحظه فکر کوو د کومې ګولۍ ښکار به شو
د ایران او اسرائیلو ترمنځ د وروستیو پوځي کړکیچونو له امله، په دغه هېواد کې مېشت افغان کډوال له سختو رواني فشارونو، اندېښنو او امنیتي محدودیتونو سره مخ دي. د بیبیسی د یوه راپور له مخې، له مخکېني چلند، نیونو او شړلو سره سره اوس افغانان د جګړې د مستقیمو اغېزو وېره هم لري.
راپور زیاتوي چې د تهران په شمال ختیځه برخه، تجریش سیمه کې مېشت افغانان د شنبې او جمعې شپو هوايي بریدونو سخت وارخطا کړي دي. د راپور له مخې، ځینو افغانانو ته د کار له ځایه سپارښتنه شوې چې له خونې او کار ځایه دې نه وځي، څو د امنیتي چارواکو د شک وړ ونه ګرځي.
دا وضعیت د افغان مهاجرینو لپاره، چې له وړاندې هم له ګڼو ټولنیزو او حقوقي ستونزو سره مخ وو، لا پسې سخت کړی او د دوی ژوند یې له رواني فشار، وېرو او ناخوندۍ فضا سره مخ کړی دی.