slider-img
slider-img
slider-img
وروستي خبرونه
image

د اميرالمؤمنين حفظه اللّٰه د حکم پر اساس،د کورنیو چارو وزارت د پالیسۍ او ستراتيژۍ معین مولوي عبدالحق مخدوم له لوري مولوي سمیع اللّٰه حزب اللّٰه د تخار لپاره د نوي والي په توګه معرفي او د يوې غونډې په ترڅ کې د یاد ولایت مسؤلانو ته ور وپېژندل شو.

په معرفت غونډه کې د کورنیو چارو وزارت د پالیسۍ او ستراتېژۍ معین مولوي عبدالحق مخدوم په خپلو خبرو کې ويلي چې  تغیر او تبدیل د نظام یو اصل دی. 

ښاغلي معين د مخکيني والي کړنې ستايلي او نوي والي ته يې په چارو کې د اللّٰه ج له درباره د ښه خدمت غوښتنه کړې.

ياده دې وي چې مولوي سمیع اللّٰه حزب اللّٰه له دې وړاندې د کندهار ولايت د امنیه قومندان په توګه دنده ترسره کوله.