slider-img
slider-img
slider-img
slider-img
slider-img
وروستي خبرونه
image

د نړۍ لوی مېلیارډر او د اېکس ‌سپېس شرکت اجراییوي رییس اېلان ماسک د خپل نوي سیاسي ګوند "امریکا ګوند" د جوړېدو اعلان وکړ. دغه اعلان وروسته له هغه وشو، چې ماسک له خپلو پلویانو څخه د نوي ګوند د جوړېدو په اړه نظر واخیست او د خلکو پراخ ملاتړ یې ترلاسه کړ.

د نړۍ لوی مېلیارډر او د اېکس ‌سپېس شرکت اجراییوي رییس اېلان ماسک په خپل تازه ټویټ کې اعلان وکړ، چې د «امریکا ګوند جوړ شو.»

هغه په اېکس کې لیکلي: «د ۲ په مقابل کې ۱ له تناسب سره، تاسو نوي سیاسي ګوند ته اړتیا لرئ او تاسو به دا ولرئ!»

هغه زیاته کړه: «نن ورځ، د امریکا ګوند جوړ شو ترڅو تاسو ته ستاسو ازادي بېرته درکړي.»

دا اعلان د ولسمشر ډونالډ ټرمپ د مالیې کمولو او لګښتونو د قانون د لاسلیک وروسته وشو، چې ماسک په کلکه د دې قانون مخالف و.

ماسک له ټرمپ سره په ۲۰۲۰ کال کې د ټاکنو لپاره سلګونه میلیونه ډالره ولګول او د ټرمپ د حکومت په جریان کې یې د حکومت د موثریت په برخه کې مشر و، خو د دې قانون په اړه یې سره اختلافات راغلل.

ډونالډ ټرمپ په دې اوونۍ کې ماسک ته ګواښ وکړ، چې د هغه د کمپنیو د فدرالي حکومت له لورې ترلاسه شوې میلیارډونه ډالر سبسایډۍ به وځنډوي.

ماسک مخکې وویل، چې هغه به یو نوی سیاسي ګوند پیل کړي او د هغو قانون جوړونکو پر وړاندې به مبارزه وکړي چې د دې لایحې ملاتړ کوي.

د جمهوري غوښتونکي ګوند غړي اندېښنه لري، چې ماسک له ټرمپ سره د خپل تېر درواغ سره پر دې قانون کېدای شي د ۲۰۲۶ کال د کانګرس د منځنۍ ټاکنو لپاره د هغوی چانسونه زیانمن کړي.