خوست؛ امنیتي ځواکونو تېرو شپږ میاشتو کې ګڼ شمېر اسلحې او نظامي مهمات نیولي.
د خوست امنیه قومندانۍ اړوند له تروریزم سره د مبارزې مدیریت منسوبینو د تېرو شپږو میاشتو په جریان کې د بیلا بیلو کشفي او اوپراتیفي عملیاتو په پایله کې بیلا بیلې اسلحې او نظامي توکي نیولي دي.
یاد مدیریت په دې موده کې په خوست مرکز او ولسوالیو کې ۳۰ کلاشینکوفونه، ۳۰ لوی او واړه ماینونه، ۱۲ توفانچې، ۲ دهشکې، ۳ راکیټونه، ۴ د شپې دوربینونه او سلګونه د سپکو او درنو اسلحو مرمۍ نیولي دي.
له تروریزم سره د مبارزې مدیریت معاون مولوي محمد الله "حامد" وویل چې د یادو نیول شویو اسلحو په تړاو یې ۳۰ کسان هم نیولي چې دوسیې یې قضایي ارګانونو ته سپارل شوي.
مولوي حامد له خوستیو ولسونو غوښتنه وکړه چې د تورو شیشو موټرو، نظامي انتونونو، نظامي هارنونو او نورو غیر قانوني توکو له استعمال ډډه وکړي.
ورته مهال د یاد مدیریت د کشف امر مفتي د نظامي اسلحو په اړه ترسره شوي عملیات یې د عامه امنیت ټینګښت او د هر ډول احتمالي ناامنیو د مخنیوي په موخه ترسره کړي.
د ویلو ده چې یاد نیول شوي توکي به د امیرالمٶمنین حفظه الله د فرمان مطابق د بیت المال د ثبت او مراقبت ریاست ته وسپارل شي.