slider-img
slider-img
slider-img
slider-img
slider-img
وروستي خبرونه
image

د اطلاعاتو او فرهنګ وزارت اړوند د زړو ښارونو د ساتنې ریاست وايي چې د کابل ښار په ۲۲ ناحیو کې د تاریخي آبداتو د تثبیت، جی‌ پي‌ اس نښې او جغرافیایي موقعیت معلومولو تخنیکي سروې چارې په بریالۍ توګه روانې دي.

د یاد ریاست رئیس، محمود جان دوست، ویلي چې دغه تخنیکي سروې د ۱۴۰۳ هـ ش کال له پیله پیل شوې او تر دې دمه د کابل ښار په ۱۴ ناحیو کې ۱۰۷ تاریخي آبدات د GPS موقعیتونو سره سم تثبیت شوي دي. دا فعالیتونه د یاد ریاست د کاري پلان له لومړیتوبونو څخه ګڼل کېږي، چې تر اوسه یې د پام وړ پرمختګ کړی دی.

ښاغلي دوست زیاته کړې، چې د سروې ترڅنګ د فرهنګي، تاریخي او ټولنیزو ځانګړتیاوو اړوند مطالعات هم دوام لري، څو د تاریخي میراثونو د بشپړې پیژندنې، خوندي ساتنې او علمي تحلیل لپاره لازم معلومات راټول شي.

د ۱۴۰۴ لمریز کال لپاره هم د پاتې ناحیو د سروې چارې د طرح شوي پلان مطابق پرمخ روانې دي، او تمه ده چې دا ملي پروژه د روان کال تر پایه بشپړه شي.

د زړو ښارونو د ساتنې ریاست باور لري، چې یاده سروې به نه یوازې د تاریخي شتمنیو د دقیقې ثبت، بلکې د ښاري پراختیا لپاره د تاریخي معیارونو په پام کې نیولو، او فرهنګي ارزښتونو د انتقال په برخه کې بنسټیزه ونډه ولري.