هلمند ولایت کې د ملي پولیسو لپاره د نظامي یونیفورم د توزیع لړۍ پیل شوه
د هلمند امنیه قوماندانۍ د تامیناتي چارو مرستیال الحاج مولوي اغا ولي احسان په هدایت، د لوژستیک عمومي مدیریت اړوند البسې آمریت له لوري د امنیه قوماندانۍ ټولو امنیتي جزتامونو ته د ملي پولیسو رسمي یونیفورم د توزیع لړۍ رسماً پیل شوه.
یاد یونیفورم چې د کورنیو چارو وزارت له لوري تهیه شوی، د امنیه قوماندانۍ ترڅنګ ټولو امنيتي حوزو، ولسوالیو، امنیتي کنډکونو، او د قطعاتو افسرانو، ساتنمنانو او ساتونکو ته توزیعېږي.
د توزیع پر مهال، تامیناتي چارو مرستیال الحاج مولوي اغا ولي احسان وویل چې:
"یونیفورم به نه یوازې د امنیتي ځواکونو ترمنځ همغږي زیاته کړي، بلکې د ښار په فضا کې به د نظامي او ملکي کسانو ترمنځ څرګند توپیر راولي، چې دا کار به د امنیت د لا ټینګښت سبب شي."
د یونیفورم دا توزیع د افغانستان اسلامي امارت د کورنیو چارو وزارت د وروستۍ لارښوونې پر اساس ترسره کېږي، چې له مخې یې ټولو امنیتي ځواکونو ته د رسمي نظامي یونیفورم کارول لازمي ګرځېدلي دي.
په همدې لړ کې، د هلمند امنیه قوماندانۍ ته را رسېدلي یونیفورمونه نن د ټولو اړونده جزتامونو ترمنځ وویشل شول، او ټاکل شوې چې امنیتي پرسونل به ژر تر ژره دا یونیفورمونه واغوندي او د وزارت د مقررې چوکاټ له مخې خپلو مقدسو دندو ته دوام ورکړي.