slider-img
slider-img
slider-img
وروستي خبرونه
image

د دې ولایت امنیه قومندانۍ په یوه  رالېږلې خبرپاڼه کې پولیس راډیو ته ویلي، چې د دې ولایت منسوبینو د بېلابېلو غلاوو په تور شپږ تنه نیولي دي.

د لوګر د امنيه قومندانۍ وياند مولوي احمد اللّٰه انس وايي، دغو کسانو د کورونو، هټيو او موټرونو د غلاوو ترڅنګ ځينې نورې غیرې قانوني کړنې هم ترسره کولې چې د برکي برک ولسوالۍ د پولیسو له لوري نیول شوي.

همداراز له يادو کسانو سره ۳ میله تومانچې، نهه لکه او ۵۰ زره افغانۍ او د غلا ځینې وسایل هم ورسره نیول شوي، چې د دوسيو تر بشپړېدو وروسته به اړوندو ارګانونو ته وسپارل شي.

په ورته وخت کې بيا د همدې ولايت د مرکز پل عالم ښار تر څېرمه د انسان تښتوونکو یوه ډله هغه مهال نيول شوې چې غوښتل یې یو هټیوال وتښتوي.

#پولیس_راډیو