slider-img
slider-img
slider-img
slider-img
slider-img
وروستي خبرونه
image

نن سهار شاوخوا اته بجې د کندهار ولایت دامان ولسوالۍ د ارغستان پله په سیمه کې یو پولنډی سیلاني د ترافیکي پېښې له امله سپک ټپي شو.

پېښه هغه مهال رامنځته شوه، کله چې یاد سیلاني د سپین بولدک ولسوالۍ په لور روان و، او موټر یې له یو ټونس ډوله باروړونکي موټر سره د چټک تګ له امله ټکر وکړ.

زخمي سیلاني د لا ښه درملنې لپاره میرویس حوزوي روغتون ته انتقال شوی، او د روغتون مسؤولینو د هغه روغتیايي حالت د ډاډ وړ بللی، وایي چې کومه جدي ستونزه نه لري.