slider-img
slider-img
slider-img
slider-img
slider-img
وروستي خبرونه
image

واشنګټن پوسټ په یوه تازه راپور کې ویلي، چې د امریکا له ملاتړ پرته د اسرائیلو دفاعي سیسټم له ۱۰ څخه تر ۱۲ ورځو زیات د ایران د توغندیزو بریدونو مخه نشي نیولای.

په یاد راپور کې اټکل شوی، چې د اسرائیلو دفاعي سیسټم هر شپه شاوخوا ۲۸۵ میلیونه ډالره لګښت لري. د راپور له مخې، د اسرائیلو دفاعي سیسټم تر زیات فشار لاندې دی او د دې اونۍ تر پایه به د ډېر کمو توغندیو مخنیوی وکړای شي.

صهیونیستي رژیم تېره جمعه د ایران پر بېلابېلو سیمو په ځانګړي توګه پلازمېنه تهران بریدونه پيل کړل. ایران د دې بریدونو په غبرګون کې ځوابي بریدونه پیل او د اسرائیلي رژیم بېلابېلې سیمې یې په نښه کړې. دا بریدونه لا هم دوام لري.

ایران تېره شپه (سې‌شنبه، د غويي ۲۷مه) یو ځل بیا پر اسرائیلو پراخ توغندیز بریدونه وکړل. په رسنیو کې خپرې شوې ویډیوګانې ښيي، چې د ایران توغندي په اشغال شویو سیمو کې خپلو موخو ته رسېږي. ایران ویلي، چې د اشغال شویو سیمو پر فضا بشپړ کنټرول لري

د ایران سپاه پاسداران د یوې اعلامیې په خپرولو سره ویلي، د تېرې شپې توغندیو دا په ډاګه کړه، چې ایران د اشغال شویو سیمو پر فضا بشپړ واک لري.په اعلامیه کې راغلي، چې دغو توغندیو «تل‌ابیب او جنګ غوښتونکي ملګري» ته یې د ایران د اقتدار پیغام ورساوه