slider-img
slider-img
slider-img
slider-img
slider-img
وروستي خبرونه
image

د خوست ولایت د کانونو رئیس الحاج مولوي صادق جان حمزه د ياد رياست اړوند د انجینرۍ ټیم یې ملتیا کوله د شمل دوه منده ولسوالۍ ته د سیمه‌ييز سفر پر مهال د کوارس منرال ستر کان کشف کړی.


د کان موندنې پر مهال مولوي حمزه زیاته کړې، چې خوست ولایت د قیمتي او نیمه قیمتي ډبرو په درلودلو سره په جنوب ختیځ زون کې یو سرشاری ولایت دی، چې تر دې مهاله د امارت په راتګ سره په ياد ولایت کې مهم کانونه موندل شوي.


د کوارس منرال تشخیص پر مهال انجنیر برلاس وويل، چې د کوارسو شفافیت ته په کتو او مجاورو رګونو په درلودلو سره دا معادن یو بډایه معادن دی، چې زیاتره رګونه یې په شېلونو او رسوبي ډبرو کې پراختیا موندلي. کوارس، چې مختلف رنګونه لري د یوې الماني کلیمې کوارتز quaetz څخه اخیستل شوې، چې د سخت او محکموالي په مانا ده، کوارس ته ځینې خلک کرسټال، بلور او یخک هم وایي.


کوارس په شیشه جوړونه، تلویزون سکرین، لاسي ساعتونو، ګوتمیو، غاړکیو، تسلکوپ، دوربینونو، هوایي رادارونو، نفتي صنعت، اشپاز خانو مېزونو او په طبابت کې د ذهنیت پر تمرکز، استرس او ذهني فشار کمولو، کاري انرژي، معافیوي سیستم پیاوړتیا، او روحي سکون لپاره ترې ګټه پورته کیږي.