سپینبولدک کې د تېرې شپې هاوان بریدونو له امله څلور ملکیان وژل شوي.
له کندهاره د ځينو باوري سرچینو په حواله تېره شپه په سپینبولدک ولسوالۍ کې د پاکستاني سرحدي ځواکونو د هاوان بریدونو له امله څلور ملکیان وژل شوي او څلور نور ټپیان شوي دي. دغه پېښه د مازلګلي او لقمان په سیمو کې رامنځته شوې ده.
له کندهاره روغتیايي چارواکي وایي چې د ټپیانو له ډلې د یوې ښځې او یوه سړي روغتیايي حالت نازک دی او دا مهال د کندهار په عینو مېنه روغتون کې تر درملنې لاندې دي.
د اسلامي امارت ویاند مولوي ذبیحالله مجاهد د برید پخلی کړی او ویلي یې دي چې افغان ځواکونو د برید تر پیل وروسته «لازمي غبرګون» ښودلی دی. د سرچینو په خبره، نښته شاوخوا دوه ساعته روانه وه او وروسته د پاکستان له اړخه د پرلهپسې اړیکو په پایله کې ودرول شوه.
ځايي سرچینې وايي چې په بریدونو کې ملکي سیمې په نښه شوې وې او د افغان ځواکونو په ځوابي عملیاتو کې د سرحدي دروازې یوه برخه تخریب شوې ده.
دا پېښه د دواړو لورو تر منځ د وروستیو سرحدي ترینګلتیاوو دوام ښيي، چې پولې ته یې د څېرمه سیمو اوسېدونکو اندېښنې زیاتې کړې دي.


