slider-img
slider-img
slider-img
وروستي خبرونه
image

د افغانستان اسلامي امارت د بهرنیو چارو وزارت تازه پر خپله اېکس(پخوانی ټوېټر) پاڼه لیکلي، چې یو امریکایي اسیر یې د یوه بشردوستانه اقدام په ترڅ کې ازاد کړی دی.

د بهرنیو چارو وزارت د «جورج ګلېزمن» په نامه هغه امریکايي وګړی ازاد کړی، چې له اسلامي امارت سره له څه مودې اسیر و. په خبر پاڼه کې وړاندې راځي، چې اسلامي امارت  د یاد اسیر په خوشې کولو، نړۍوالو ته دا پیام وړاندې کوي، چې دوی د امن او سولې پلویان دي.«د افغانستان اسلامي امارت د تل په څېر یو ځل بیا په ډاګه کوي، چې د خبرو تفاهم او ډیپلوماسۍ له لارې د ټولو مسایلو حل پیدا کېدلای شي...»  بهرنیو چارو وزارت وړاندې وايي، چې افغانستان د امریکا په ګډون د نړۍ له ټولو هېوادونو سره سالمې او د ډېپلوماسۍ په چوکاټ کې مناسبې اړیکې غواړي. 

 بل لوري ته د امریکا د بهرنیو چارو وزارت د یوې خپرې کړې اعلاميې په ترڅ کې د اسلامي امارت له لوري د جورج ګلیزمن د آزادولو هرکلی کړی دی. د امریکا د بهرنیو چارو وزارت د جورج ګلیزمن د خوشې کېدو په تړاو ویلي چې دا کار له اسلامي امارت سره په اړیکو کې یو مثبت او رغاونکی ګام دی.

دغه راز د امریکا د بهرنیو چارو وزیر مارکو روبیو هم په خپلو خبرو کې امریکايي رسنیو ته دا خبره تایید کړې، چې ګلېزمن د اسلامي امارت له لورې خوشې شوی دی. نوموړي ویلي چې «ګلېزمن له خپلې کورنۍ سره د یوځای کېدو په حال کې دی.»