slider-img
slider-img
slider-img
وروستي خبرونه
image

پرون د شکر ناروغۍ نړيواله ورځ وه، دغه ورځ په ګرده نړۍ کې د شکرې ناروغۍ د مخنيوي په پار نمانځل کېږي، په افغانستان کې هم له تېرو کلونو راهيسې د دغې ورځې په پار غونډې جوړېږي او حللارې ورته ټاکي او هر کال د شکر ناروغۍ تر څېړنې لاندې نيسي. د څېړنو او معلوماتو له مخې دا مهال نږدې د نړۍ د هر هېواد ګڼ شمېر خلک د شکر يا ډيابيټ په ناروغي اخته دي. افغانستان هم د نړۍ د هغو هېوادونو په کتار کې راځي چې ډېر وګړي يې د شکر يا ډيابيټ له ناروغۍ رنځېږي. په وزير اکبرخان روغتون کې د نوموړې ناروغۍ د کنټرول او درملنې برخې مسئولينو څرګنده کړه، چې په ورځني ډول له ۵۰ ډېر پر شکر اخته ناروغان د درملنې په موخه ورځي. د وزير محمد اکبرخان روغتون د شکرې ناروغۍ متخصص ډاکټر حسيب الله محمدي د هېواد ورځپاڼې خبريال سره په ځانګړې مرکه کې وويل: « دې روغتون ته د هېواد له لرې پرتو سيمو څخه زيات شمېر ناروغان د درملنې لپاره مراجعه کوي او درملنه يې د متخصصو او تجربه لرونکو ډاکټرانو له خوا په ښه شان سره کېږي». ډاکټر محمدي زياته کړه، چې دمګړۍ په وزير اکبرخان روغتون کې د شکرې ناروغۍ لپاره لازم امکانات شته خو د نوموړي په وينا که دا امکانات نور هم زيات شي، دوي به وکولي شي چې د اوس په پرتله لا ډېرو هېوادوالو ته غوره روغتيايي خدمات وړاندې کړي. دغه ډاکټر هغو ځوانانو ته، چې عمر يې له ۴۰ کلونو څخه کم وي او د شکر ناروغي ولري، د انسولينو تطبيق اړين وباله او زياته يې کړه که چيرته انسولين ونه کړي د مرګ خطر سره به مخ شي. دي وايي پکار ده چې په دې برخه کې د عامې روغتيا وزارت له ټولو ډېره همکاري وکړي. دانسان په ګېډه کې دمعدي شاته پنکرياز پروت دي چې دنوروانزايمونو اوهرمونز تر څنګ انسولين هم جوړوي،دانسان دخوړو ډېره برخه له هضم وروسته په کولمو کې په شوګر بدليږي چې لويه برخه يې دګلوکوز په بڼه ويني ته جذبيږي او د انسولينو په ذريعه د انرژۍ لپاره د سون توکو په توګه کارول کېږي، که چيرې دغه مهم هارمون يعني انسولين نه جوړيږي نو بدن ګلوکوز د انرژي لپاره نشي کارولي او په وينه کې يې کچه لوړيږي چې دې ته د شکرې ناروغۍ وايي. محمدي وايي، چې د وزير محمد اکبرخان روغتون ته د شکر درې ډوله ناروغان د درملنې لپاره راځئ: «ځوانان او ماشومان چې عمرونه يې تر ۴۰ کاله کم وي دوهم يې هغه ناروغان دي چې عمرونه يې د۴۰ کالو پورته دي او ځيني ميندې د اميدوارۍ په موده کې د شکرې د لوړېدو سره مخ کېږي او دې روغتون ته مراجعه کوي». ياد متخصص زياته کړه، د شکرې ناروغۍ نښۍ په ورځو او اوونيو کې ښکاره کېږي، ژر ژر تږي کېدل، د تشو بولو زياتېدل،د ستړيا احساس، وزن کمېدل،د زخمونو ژر نه رغېدل او دنظر کمېدل ښايي چې دغه کس دې په شکر ناروغۍ د اخته کېدو امکان ولري. ښاغلي محمدي د شکرې ناروغۍ د کنټرول لپاره مناسب خوراک، د وزن کموالي، فزيکي فعاليت او ورزش غوره درملنه ياده کړه. بل لورته د وزير محمداکبرخان روغتون رئيس ډاکټرنثاراحمد نيازي وايي: دا روغتون د هېواد په کچه يو پخواني روغتون دي چې د اورتوپيدي،عمومي جراحي او داخله څانګو کې د ناروغانو درملنه په ښه شان کوي او دهېواد له بېلابېلو برخو څخه ورته زيات شمېر ناروغان د درملنې لپاره راځي. د نيازي په وينا، د روغتون په ټولو برخو کې امکانان شتون لري او دوي هره ورځ د هېوادوالو په خدمت کې دي. ښاغلي نيازي زياته کړه،وزير اکبرخان روغتون ته هره ورځ ۵۰۰ نه زيات ناروغان ورځي او په ۲۴ ساعتونو کې د۵۰ په شاوخوا لوي او کوچني عملياتو نه د متخصصو او تجربه لرونکو ډاکټرانو له خوا سرته رسيږي . دغه راز ياد روغتون دامهال ۲۱۰ بستر خونې لري او په راتلونکي وخت کې به په هره برخه کې خپلو هېوادوالو ته نور خدمات وړاندې کړي.