slider-img
slider-img
slider-img
slider-img
slider-img
وروستي خبرونه
image

فراه کې د امر بالمعروف او نهي عن المنکر رياست له لوري د دوو کورنيو ترمنځ ۷ کلنه بدې په دوستۍ بدله شوه چې پرمهال یې د فراه مرستيال والي الحاج مولوي رحيم الله "محمود"،  د علماوو شورا مالي او اداري مسؤل شيخ عبدالقوي حقاني،  د استناف محکمې د ديوان جزاء رئيس مفتي محمد اسماعیل "منصور"،  د امر بالمعروف او نهي عن المنکر رياست رئيس مولوي عبدالمجید "صميم"، علماؤ، قومي مخورو او ځوانانو ګډون کړی وو.

د دغې روغې جوړې پر مهال د فراه د علماوو شورا رياست مالي او اداري مسؤل شيخ عبدالقوي حقاني او ديني عالم مولوي محمد صادق هدايت سوله وستايله او خپلمنځي شخړې يې شيطاني وسوسې وبللې او له ټولو څخه يې د خپلمنځي شخړو او بدیو پر ځای د سولې، يووالي، سولې ساتنې او ورورولي د غوره کولو غوښتنه هم وکړه.

په ورته وخت کې د فراه د استناف محکمې د ديوان جزاء رئيس مفتي محمد اسماعیل منصور بيا د سولې او سولې غوښتونکو ارزښت او د بديو بدې پايلې بیان کړې، نوموړي همدارنګه سوله خوښوونه د ميړنو او اتلو خلکو کار وباله.

ښاغلي منصور همدارنګه د سولې پر ټينګښت د ټينګار ترڅنګ هغه اړخ، چې تر سولې وروسته سوله ماتوي سرکښ وبلل او زياته يې کړه، چې ياد کسان به بيرته سولې او محکمې ته رابلل کېږي.

د فراه مرستيال والي الحاج مولوي رحيم الله "محمود" بيا د هېواد تيرو کرغېړنو حالاتو ته په نغوتې سره د ا.ا.ا ټینګښت د ټول هېواد لپاره الهي رحمت او د هر ډول ستونزو له منځه وړونکی ياد کړ.

نوموړي همدارنګه د نورو شته بديو په له منځه وړلو د ټينګار ترڅنګ زياته کړه، چې اوس هر څوک خپلواک، ارام، پرته له کوم امنیتي ګواښ څخه ژوند کولای شي او له محکمو څخه خپل حقونه ترلاسه کولای شي.

فراه د امر بالمعروف او نهي عن المنکر رياست رئيس مولوي عبدالمجید صميم بیا باختر خبري آژانس ته وويل؛ چې دغه ۷ کلنه بدې يې د عبدالجبار او عبدالناصر د دوو کورنيو ترمنځ د عبدالظاهر په نوم د يو تن د وژلو کيدو پر سر د علماوو او قومي مخورو په منځګړیتوب له منځه وړې ده.

بل خوا د بديو ښکېلو اړخونو بيا د امر بالمعروف، علماوو او قومي مخورو د هڅو د ستاینې ترڅنګ يو بل ته بخښنه اعلان او په تيرو کړنو يې پښيماني څرګنده کړه.

په ورته وخت کې د فراه د لاش جوين او پشترود ولسواليو د دوو کورنيو ترمنځ هم د خپلمنځي شخړې له کبله د محمد نادر په نوم د يو تن د ژوبل کيدو پر سر رامنځته شوې ۳ مياشتنۍ بدې هم پر سوله بدله شوه.

د ویلو ده، چې د فراه د امر بالمعروف او نهي عن المنکر رياست د مسؤلينو له لوري په دغه ولايت کې ګڼې بدۍ هوارې شوې او لا يې هم د له منځه وړلو هڅې روانې دي.