لغمان کې د ۴۹ میلیونو افغانیو په لګښت د اوبو ذخیره کولو او پایپ سیکم ۱۹پروژو رغنیزې چارې پیل شوې
د ابو او انرژۍ وزارت مطبوعاتي دفتر په خپره شوې خبرپاڼه کې ويلي؛د لغمان ولایت د قرغیو ولسوالۍ د وکیل خان بڼ وړې ګلي سیمې او ګل غونډۍ سیمه کې د اوبو ذخیرو او پایپ سکیم ۱۹ پروژو رغنیزې چارې د ډبلیو. اف. پي سازمان په مالي لګښت، د ۴۹ میلیونه، ۲۸۸ زره او ۱۳۹ افغانیو په لګښت د ياد ولايت د اوبو او انرژۍ رئيس مولوي شیرجان راشدي او قومي مخورو په شتون کې پيل شوې.
سرچينې زياته کړې چې په دغو پروژو کې ګڼ شمېر کسانو ته د کار کولو زمینه هم برابره شوې او چارې به یې د ۳ میاشتو په موده کې بشپړې او ګټې اخیستنې ته به وسپارل شي.