په هېواد کې ۱۲ میلیونه او څهباندې ۲۸۸ زره الکترونیکي تذکرې وېشل شوې
د احصایې او معلوماتو ملي ادارې د الکترونیکي تذکرو د وېش لړۍ له پیل تر اوسه ۱۲ میلیونه او څه باندې ۲۸۸ زرو کسانو ته الکترونیکي تذکرې وېشلې چې ۷ میلیونه او ۱۰۸ زره یې نارینه او ۵ میلیونه او ۱۸۰ زره یې ښځینه دي. د دغې ادارې له لوري په خپرو شویو معلوماتو کې راغلي، چې د ټولو وېشل شویو الکترونیکي تذکرو له ډلې یوازې د اسلامي امارت له حاکمیت څخه تر دا مهاله په ټول هېواد کې ۶ میلیونه او نږدې ۲۰۰ زره الکترونیکي تذکرې وېشل شوې دي. معلومات زیاتوي، چې د ولایتونو ترمنځ تر ټولو ډېرې، په کابل کې چې شمېر یې ۵ میلیونه او ۵۶۷ زره او ۵۲۴ ته رسېږي، وېشل شوي او همداراز په هرات کې څه باندې ۷۹۶ زره، په ننګرهار کې ۶۴۵ زره او ۶۳۵، په بلخ کې څه باندې ۵۰۸ زره او په کندهار کې خلکو ته ۳۴۳ زره الکترونیکي تذکرې وېشل شوې دي. دغې ادارې څرګنده کړې، چې دمګړۍ د کابل په ګډون په ټول هېواد کې د الکترونیکي تذکرو او اسان خدمت ۷۵ وېش څانګې او یو ګرځنده ټیم فعال دی، چې هره ورځ ښځینه او نارینه غوښتونکو ته د تذکرو اړوند خدمتونه وړاندې کوي. د احصایې او معلوماتو ملي اداره هڅه کوي ترڅو په هېواد کې د ولسوالیو په کچه د الکترونیکي تذکرو وېش څانګې فعالې او هېوادوالو ته په دې برخه کې لا ډېرې اسانتیاوې رامنځته کړي.