د خان محمد په نوم افغان بندي له امریکایي اتباعو سره په تبادله کې خپل هېواد ته راولېږدول شو
د ا.ا.ا د بهرنيو چارو وزارت ويلي؛د افغانستان اسلامي امارت او د امریکا متحده ایالتونو ترمنځ د اوږدو او گټورو مذاکراتو په پایله کې په امریکا کې یو تن افغان مجاهد بندي (خان محمد) له امریکایي اتباعو سره په تبادله کې له بنده ازاد او بېرته خپل هیواد ته راولېږدول شو.
دوي ويلي خان محمد چې د امریکایي محکمو له لوري د عمري بند سزا ورته اورول شوې وه او په کالیفورنیا ایالت کې يې د بند موده تېروله، نږدې دوې لسیزې وړاندې په ننگرهار کې نیول شوی و بېرته ازاد او خپل هېواد ته راستون شو.
بايد وويل شي چې ا.ا.ا. دا تبادله د خبرو اترو له لارې د مسئلو د حل یوه ښه بېلګه بولي او په دې برخه کې د قطر ورور هېواد له مؤثر رول څخه ځانگړې مننه کوي.