slider-img
slider-img
slider-img
slider-img
slider-img
وروستي خبرونه
image


د نورستان ولایت د وانت ولسوالۍ اړوند ژنچیګل درې وشانت غره کې لګېدلی اور، چې درې ورځې مخکې رامنځته شوی و، د اړوندو امنیتي ځواکونو او سیمه‌ ییزو خلکو په ګډو هڅو سره په بشپړ ډول مهار شو.


د نورستان امنیې قوماندانۍ د شنې قطعې امنیتي منسوبینو، د لوی ژنچیګل درې د مختلفو کلیو اوسېدونکو او ځوانانو په فعاله ونډه، دا طبعي اور مهار شو. یاد اور دوه ورځې وړاندې د نامعلومو عواملو له کبله د وشانت په غرنیو سیمو کې پیل شوی و، چې له امله یې شاوخوا ۱۱ جریبه ځنګلي سیمه سوځېدلې ده.

د سیمې اوسېدونکي وایي چې د اور د پراخېدو د مخنیوي لپاره یې شپه‌روځ کار کړی او د وسایلو د محدودیت باوجود یې د اور لمن تر ډېره محدوده ساتلې.


د نورستان سیمه‌ ییز مسؤلین د امنیتي ځواکونو، ځوانانو او ولسي خلکو له هڅو ستاینه کوي او وایي چې د طبیعي پېښو پر وړاندې ګډو همغږو هڅو ته اړتیا ده. دوی له اړوندو ادارو وغوښتل چې د راتلونکو ورته پېښو د مخنیوي لپاره لازم امکانات برابر کړي، څو د ځنګلي سیمو ساتنه او د چاپېریال خوندیتوب یقیني شي.