slider-img
slider-img
slider-img
وروستي خبرونه
image

کابل، د مرغومې ۱۶مه، باختر د کابل ښار ۱۳مې ناحيې اړوند دشت برچي په سيمه کې نن ماښام د يوې چاودنې له کبله ۱۶ کسانو ته مرګ ژوبله اوښتې ده. د کابل د امنيې قوماندانۍ ویاند خالد ځدراڼ پر خپله اکس پاڼه ليکلي، چې ياده چاودنه د سپرلۍ په یوه کاسټر موټر شوې او د لومړنیو مالوماتو له مخې په یاد موټر کې ناست ۲ تنه عام هېوادوال شهیدان شوي او ۱۴ نور ټپیان دي. ځدراڼ زياته کړې، چې د پېښې ټپیان روغتونونو ته رسول شوي او په اړه يې د پولیسو له لوري پلټنې روانې دي. د دغې پيښې نور جزئيات به وروسته خپاره شي.