بادغیس کې لسګونو تنو مستحقو سوالګرو سره مرسته ترسره شوه
د بادغیس ولايت د پوليسو وياند صديق اللّٰه صدیقي وايي چې ددې قومندانۍ د نشه يي توکو پر وړاندې د مبارزې مدیریت له لوري؛ ۷۴ تنو مستحقو او پېژندل شوو سوالګرو سره د خوراکي توکو مرسته ترسره شوه.
د صديقي په وينا چې هر سوالګر سره؛يوه بوجۍ اوړه،يوه بوجۍ وریژې،غوړي،چای او د بورې مرسته ترسره شوه.