slider-img
slider-img
slider-img
slider-img
slider-img
وروستي خبرونه
image

د راپورونو له مخې، نیول شوي کسان د پشګر درې اوسېدونکي دي چې غوښتل یې لس غواګانې له دواب ولسوالۍ نه لغمان ولایت ته په پټه توګه انتقال کړي. امنیتي ځواکونو د دقیقو کشفي راپورونو پر بنسټ د ځانګړي تشکیل په مټ عملیات ترسره کړل او تورن کسان یې لاس په لاس ونیول.

د نورستان امنیه قوماندان مل پاسوال اختر محمد مزمل امنیتي ځواکونو ته سپارښتنه کړې چې د جنایي پېښو، غلاوو او ناوړه کړنو مخنیوی وکړي او سرغړونکي د قانون منګولو ته وسپاري.

اوس مهال نیول شوي کسان د جنایي مدیریت تر پوښتنو لاندې دي او ډېر ژر به عدلي او قضایي ارګانونو ته وسپارل شي.

د نورګرام امنیه قوماندان محمد یونس اخوندزاده وایي، هېچاته به اجازه ورنکړي چې د ټولنې امنیت او نظم ګډوډ کړي، او د قانون پر وړاندې به یې بې پروا نه پرېږدي.

یاده دې وي چې تر دې وړاندې هم په نورګرام ولسوالۍ کې د څارویو د غلا په تور یو شمېر کسان نیول شوي وو.