اسلاماباد ټایمز؛ بلوچستان کې د پاکستاني پوځ اته پوځیان وژل شوي او یوولس نور ټپيان دي.
په بلوچستان کې وسلهوال برید؛ ۸ پاکستاني سرتېري وژل شوي او ۱۱ نور ټپیان دي
پاکستانۍ رسنۍ وايي، د بلوچستان د پنجګور ولسوالۍ په «ګورګو» سيمه کې هممهاله پر درېیو امنیتي پوستو وسلهوال برید شوی چې په ترڅ کې یې ۸ پاکستاني سرتېري وژل شوي او ۱۱ نور ټپیان دي. د راپورونو لهمخې، درې پاکستاني سرتېري تری تم شوي دي.
د راپورونو لهمخې، وسلهوالو لومړی د امنيتي پوستو مخابراتي شبکې ویجاړي کړي او بیا یې برید کړی دی. په دې بریدونو کې ۳ پاکستاني سرتېري تری تم شوي دي.
د اسلاماباد ټایمز وېبپاڼې لیکلي چې وسلهوالو د پاکستاني سرتېرو مړي هم له ځان سره وړي دي.
پوځ د خپلو نادرکهشویو سرتېرو لټون پيل کړی او د پاکستان لومړي وزیر شهباز شریف ويلي چې حکومت به د ترهګرۍ او بېلتونپالنې پر وړاندې کلک ودرېږي.