slider-img
slider-img
slider-img
وروستي خبرونه
image

د قطر د بهرنیو چارو وزارت ویاند، ماجد محمد النصار وايي چې اسراییلو په دوحه کې د حماس د سیاسي دفتر د څو غړو په استوګنیزو ودانیو باندې برید کړی دی.

په خپره شوې اعلامیه کې راغلي، چې دغه برید د ټولو نړیوالو قوانینو او دیپلوماتیکو اصولو ښکاره سرغړونه ده او د قطر د اتباعو او په هیواد کې د اوسیدونکو امنیت ته جدي ګواښ پېښوي. همدارنګه، د امنیتي ځواکونو او اړوندو چارواکو له خوا د پېښې سمدستي څیړنې پیل شوې دي.

د قطر دولت ټینګار کړی چې دغه برید په کلکه غندي او د تحقیقاتو پایلې به ژر تر ژره خپرې شي، ترڅو د پیښې دقیق جزئیات روښانه شي.