کندهار کې شاوخوا په دوه زره هکټاره ځمکه پنبه کرل شوې.
د کندهار د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ ریاست چارواکي اټکل کوي چې سږ کال به په دغه ولایت کې د پنبې تولید شاوخوا ۸ زره او ۶۰۰ ټنو ته ورسېږي. د چارواکو په وینا، سږني حاصلات د تېر کال په پرتله د پام وړ زیاتوالی ښيي او وروستۍ احصایې څرګندوي چې په ۲ زره او ۱۵۰ هکتاره کرنېزه ځمکه کې پنبه کرل شوې ده.
سرچینې وايي، تېر کال په کندهار کې د پنبې کر ساحه ۲ زره او ۵۰ هکتاره وه چې ۸ زره او ۲۰۰ ټنه حاصلات ترې ترلاسه شوي وو، خو سږ کال د کر ساحې د پراخېدو او د اقلیمي شرایطو نسبي ښهوالي له امله د تولید کچه لوړېدونکې ده.
دا پرمختګ په داسې حال کې دی چې په تېرو کلونو کې د افغانستان ګڼ ولایتونه له سختې وچکالۍ او د اقلیم له ناوړه بدلونونو زیانمن شوي دي. کروندګر وایي د اوبو نشتون د دوی کرنیز فعالیتونه اغېزمن کړي او د حاصل کچه یې راټیټه کړې ده.
له بلې خوا، د اسلامي امارت مسؤلین وایي چې د اقلیم د بدلون د اغېزو د کمولو لپاره یو لړ پروګرامونه عملي کېږي؛ په ډېرو ولایتونو کې کروندګرو ته اصلاحشوي تخمونه وېشل کېږي او همداراز د کوچنیو بندونو د جوړولو پراخې پروژې روانې دي. د دوی په وینا، دغه بندونه به د سېلابونو د مهار ترڅنګ د ځمکو د خړوبۍ کچه لوړه او د ځمکې لاندې اوبو د سطحې په لوړولو کې مهم رول ولوبوي.


