slider-img
slider-img
slider-img
slider-img
slider-img
وروستي خبرونه
image

پرون دوشنبه د مرکزي اصلاحي نظامي کمېسون مسول شیخ عبدالرحمان منیر لغمان ولایت ته د سفر پر مهال د یاد ولایت له والي شیخ شېراحمد حقاني او امنیه قومندان مولوی نجیب الله بدخشی سربیره د دې ولایت له نظامي مسولینو سره ناسته وکړه.
په دې ناسته کې شیخ عبدالرحمان منیر په یو لړ مسایلو د لغمان له والي او امنیه قومندان سربیره یو شمیر نورو نظامي مسوولینو سره خبرې اترې وکړې.
د لغمان والي شیخ شېراحمد حقاني او امنیه قومندان مولوی نجیب الله بدخشی په لومړی سر کې د مرکزي اصلاحي نظامي کمېسون مشر ته ښه راغلاست وکړ او ویې ویل، چې ولایتي اداره ورسره په ټولو برخو کې همکاره ده او هر راز مرستې همکارۍ ته چمتو ده.